لوبی
هند نامیبیا ته له ماتې ورکولو وروسته له نړیوال جام سیالیو ووت
(Last Updated On: لړم ۱۸, ۱۴۰۰)
هندوستان د دوشنبې پر ورځ په دوبۍ کې د نړیوال جام د سوپر ۱۲ پړاو له پایلوبې وروسته، چې نامیبیا ته یې په ۹ ویکټو ماتې ورکړه؛ د اړوند سیالیو له نړیوال جام ووت.
که څه هم دواړه لوبدلې پوهېدې، چې نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د رسیدو هیڅ چانس نلري؛ ځکه، چې پاکستان، انګلستان، نیوزیلینډ او آسترالیا د وروستو لوبډلو په توګه تائید شوې وې.
په دوبۍ کې دې کار هم د هند او نامیبیا پر لوبه اغېز ونکړ او لوبه زړه راکښونکې پای ته ورسېده.
د یادونې ده، چې د هند لوبډلې غړی راهول به د یو کال په موده کې د راتلونکي نړیوال جام لپاره د آسټرالیا له یوه غوره لوبغاړیو څخه وي.