تازه خبرونه

هند په افغانستان کې د خپل سفارت پر بیا پرانستلو غور کوي

Published

on

هندي رسنیو څرګنده کړی، چې کابل ته له یوه ډیپلوماټیک ماموریت وروسته نوی ډیلي اوس په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانستلو غور پیل کړی دی.

هندوستان ټایمزد چارشنبې پر ورځ د غبرګولي پر اتلسمه راپور ورکړی، چې د نریندا مودي حکومت د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې په افغانستان کې د هند د سفارت د بیا پرانستلو پر لارو چارو د غور کولو لپاره ګامونه پورته کوي.

رسنیو خبر ورکړی، چې د هند حکومت په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانستلو پرېکړې ته نږدې شوی دی.

د دغه هېواد د رسنیود څرګندونو له مخې؛ هند دا مهال د افغانستان لپاره د خورا محدود شمېر ټیټ پوړیو چارواکو د ګومارلو امکان په پام کې لري؛ هغه کارمندان، چې دمګړۍ  د قونسلګرۍ د چارو او د بشردوستانه مرستو له وېش څارنه کوي.

ویل کیږي، چې د هند یو پلاوی د افغانستان د وضعیت څېړلو لپاره روانه اوونۍ کابل ته راغلی و.

دغه پلاوي په خپل راپور کې ویلي، چې اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.

Trending

Exit mobile version