تازه خبرونه

هند په سیمه کې له اسلام وېره هڅوي – عمران خان

Published

on

(Last Updated On: تله ۵, ۱۳۹۹)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ټینګار کړی، چې په سویلي آسیا کې دوامداره سوله اړینه ده؛ خو هند له اسلام وېره او اسلام دښمني یا اسلاموفوبیا هڅوي.

عمران خان د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په له مخکې ثبت شوې وینا کې ویلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل باید د سیاسي حل یوه برخه وي.

خان زیاته کړه، چې اسلام دښمنۍ په هندوستان کې بې سارې وده کړې ده او د هند نږدې ۲۰۰ میلیون مسلمانان ګواښي.

هغه ټینګار کړی، چې شر جوړول او کرکه خپرول باید په نړۍ کې ناقانونه شي او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې د اسلام دښمنۍ پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ دې ونومول شي.

عمران خان زیاته کړې، چې د هند حکومت جوماتونه ویجاړ کړي، مسلمانان یې وژلي او د هغوی پېژندنه د تبعیضي قوانینو له مخې په خطر کې ده.

عمران خان دا هم ویلي؛ په تېروتنه مسلمانان د کرونا د ویروس د خپریدو له کبله رټل شوي، سپک شوي او قرباني شوي دي. دوی له روغتیايي پاملرنې بې برخې دي او په ډېري مواردو کې د دوی پر دندو هم بندیزونه لګیدلي دي.

په خواشینۍ، چې هند په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې اسلام دښمني هڅوي او ترې  ملاتړ کوي.

دغه راز عمران خان په پاکستان کې د کرونا ویروس مسله هم راپورته کړه او په دې اړه یې څرګنده کړې؛ هوښیار قرنطین مو له هېواد سره مرسته کړې، چې د دغې ناروغۍ د خپریدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

هغه دا هم په ډاګه کړې: مونږ نه یوازې دا، چې ویروس وڅاره، بلکې له اقتصادي ثباته هم برخمن یو. له ټولو مهمه دا، چې مونږ توانیدلي یو، چې د خپلې ټولنې بېوزله برخه د قرنطین له ناوړه پایلو څخه وژغورو.

Trending

Exit mobile version