تازه خبرونه
هند په یوه ورخ کې د کرونا ویروس ۹۷۸۹۴ مثبتې پېښې ثبت کړي
د هند روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ۹۷۸۹۴ نوې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
دا د دې هېواد په ورځنۍ احصائیه کې ترټولو لوړ شمېر دی.
د احصائیو له مخې؛ په هندوستان کې په تېرو دوه اوونیو کې هره ورځ له کووید – ۱۹ ویروس څخه له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
له دې سره ، په هند کې د کرونا ناروغانو شمېر له پېنځه میلیون پورته شو.
په هند کې کرونا ناروغي د ودې په حال کې ده.
د دې هېواد روغتیایي چارواکو په ډاګه کړې؛ هندوستان به یوازې په څو راتلونکیواوونیو کې د کرونا ویروس د شمېر له کبله له امریکا مخکې شي. امریکا دمګړۍ پر کرونا ویروس اخته ۶.۶ میلیون ناروغان ثبت کړي دي.
که څه هم د دې ناروغۍ د خپریدو په لومړي پړاو کې، هند پر تګ راتګ او سفرونو کلک بندیزونه ولګول؛ خو بیا هم دغه ویروس د ممبۍ او دیلي لویو ښارونو ته پراخه شو.
سره له دې، چې دغه ویروس مخ پر پراخیدو دی؛ خو بیا هم د هند حکومت په بندیزونو کې لږوالی رامنځته ، چې له اقتصاد سره مرسته وشي.
په هند کې د قرنطین له پورته کیدو سره سم پر دې ویروس د اخته کسانو شمېرپورته شو.
یوازې په تېره اوونۍ کې د کرونا ویرو ۶۰۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
تر دې دمه په هند کې پر کرونا ویروس ۵۰۲۰۳۵۹ کسان اخته شوي دي.