تازه خبرونه
هند په یوه ورځ کې د کرونا ویروس۷۶۴۲۷ نوې پېښې ثبت کړي
د هند روغتیایي چارواکو ویلي، چې هېوادوالو یې د کرونا ویروس په ورځني ثبت کې تر ترټولو لوړه کچه لیدلې ده.
دې هېواد په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۷۶۴۲۷ نوې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
دا مهال په هند کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۶۳۹۷۲ ته رسیدلی او ۶۲۵۵۰ کسان په کې مړه شوی دی.
د هندي چارواکو په وینا، دا مهال په ټول هند کې د کرونا ویروس ۷۵۲۴۲۴ مثبتې پېښې لرو او د نږدې یوې میاشتې راپدیخوا د پېښو په شمېر کې لوړېدنه لیدل کیږي.
د دې هېواد پولیسو د ماسک نه کارولو له کبله ۲۰۰۰۰۰ کسان په دیلي کې جریمه کړي دي.
هند له امریکا او برازیل وروسته په نړۍ کې د کرونا د لوړې کچې په لرلو درېیم ځای لري.
د دیلي اعلی وزیر ارویند کجریوال په یوه خبري کنفرانس کې د خبرېو پرمهال له خلکو وغوښتل، چې له ماسک کارولو سرغړونه ونکړي که نه جریمه بشي.
ښاغلي کجریوال ویلي: پر ځان باور ښه دی؛ خو دا باید په هیڅ قیمت د نارضایتۍ لامل نشي. که څوک جریمه شي، دوی باید پوه شي، چې دا د دوی په ګټه ده.