تازه خبرونه

هند په یوه ورځ کې د کوویډ- ۱۹ نږدې لس زره مثبتې پېښې ثبت کړي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۱, ۱۳۹۹)

د هند روغتیا وزارت په یوه ورځ کې د کرونا ویروس ۹۹۸۵ مثبتې او ۲۷۴ د مړینې پېښې ثبت کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند هېواد له دې ویروسه د لګیدلیو محدودیتونو د لیرې کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د هند د ډېرو ایالتونو رسټورانټونه، عامه پلورنځي او مذهبي عبادتځي، چې له تېرو دوه میاشتو قرنطین ول اوس د پرانستل کیدو په حال کې دي.   

دغه راز حکومت له اوسپنیزو کرښو او کورنیو پروازونو څه نا څه بندیزونه لیرې کړي؛ پلورنځي او تولیدي کا رخونو د کارپیلولو اجازه تر لاسه کړې؛ خو مترو، هوټلونه، ښوونځي او پوهنتونونه په ټول هند کې تړلي دي.  

په هند کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۶۵۸۳ ته رسیدلی، چې په نړیوال نوملړ کې بېنځم ځای لري او تر دې دمه ترې ۷۷۴۵ کسان مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version