لوبی

هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه

Published

on

د هند کرکټ لوبډلې د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شلمه ) په یوه زړه‌راکښونکې لوبه کې خپل پخواني سیال پاکستان ته د ۶ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه.

که څه هم د هند لوبډلې په ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۱۹ منډې جوړې کړې، چې په ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام کې ډېر کمزوری هدف دی؛ خو د پاکستان لوبډله بریالۍ نشوه، چې ځان ورورسوي او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۱۳ منډې جوړې او لوبه وبایلله.

د تېرې شپې په لوبه کې د هند لوبډلې پیل ښه و؛ خو د خپل لوبډلمشر روهیت شرما او د دې لوبډلې د نومیالي لوبغاړي ویرات کوهلي له ډګره وتلو د دوی د منډو چټکتیا اغېزمنه کړه.

د ۱۲۰ منډو هدف ترلاسه کول د پاکستان په شان د یوې داسې لوبډلې لپاره، چې د کرکټ لوبې په ډګر کې کلونه – کلونه تجربه لري؛ ستونزمن کار نه و، خو د دې لوبډلې لوبغاړي پر له‌پسې له میدانه ووېستل شول او ونه توانېدل د هند ټاکل شوی هدف پوره کړي.

له دې ماتې سره پاکستان غوره اته سیالیو ته د لار موندلو چانس ستونزمن کړ. دا لوبډله باید خپلې راتلونکې دواړه لوبې د ایرلینډ پر وړاندې داسې وګټي، چې د نمرو په لښتیلیک کې له امریکا لوړ شي. پرته له دې به له سیالیو ووېستل شي.

د کرکټ نړیوال جام په ټولو سیالیو کې، چې هند له پاکستان سره لوبېدلی؛ یوازې یوه لوبه پاکستان لوبډلې ګټلې ده.

د پاکستان راتلونکې لوبه د غبرګولي پر دوه‌ویشتمه / د جون پر یوولسمه له کاناډا سره او وروستۍ لوبه یې د غبرګولي پر اووه‌ویشتمه / د جون پر شپاړلسمه له ایرلینډ سره ده.

د هند له توپ‌وهنې وروسته وړاندوینې د پاکستان پر ګټه وې او ویل کېدل، چې ښايي د هند دا هدف اسانه ترلاسه کړي؛ خو د هند نومیالي توپ‌اچوونکي جسپریټ بومرا د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم او محمد رضوان له مخې لرې کړل او د پاکستان لوبډلې ته یې کلک ګوزار ورکړ.

بومرا په څلور اورونو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې او درې پاکستاني لوبغاړي یې وسوځول.

له لوبې وروسته د پاکستان پخواني لوبډلمشر وسیم اکرم لوبډلې ته په نغوته کې وویل: د پاکستان لوبډله پرته له ځانه هیڅ دښمن ته اړتیا نلري.

پاکستان په الف ګروپ کې له هند، ایرلینډ، کاناډا او امریکا سره دی. په دې ګروپ کې ټولو لوبډلو دوه – دوه لوبې کړې دي.

په دغو سیالیو کې هند لومړی، امریکا دوه‌یم، کاناډا درېیم، پاکستان څلورم او ایرلینډ په پېنځم ځای کې دي.

د یکشنبې له لوبې سره هند دوه بریاوې لري او پاکستان دوه‌یمه لوبه هم وبایلله. پاکستان، چې په لومړۍ لوبه کې له امریکا ماتې خوړلې؛ اوس به یې د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام په راتلونکي پړاو کې د ګډون چانس لږ وي.

لوبې پر ژوندۍ بڼه ګورئ!

آریانا نړیوال راډیو او ټلویزیون د ۲۰ اوریز نړیوال جام لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.

د دې سیالیو په اړه خبرونه او تازه معلومات به په منظمه توګه د آریانانیوز په اوبپاڼه او ټولنیزو شبکو کې خپریږي؛ نو، ځکه له مونږ سره پاتې شئ.

Trending

Exit mobile version