کوید۱۹

هند په ۲۴ ګړیو کې د کرونا ۱۶۹۳۵ مثبتې او ۵۱ د مړینې پېښې ثبت کړي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۷, ۱۴۰۱)

د هند روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ په دې هېواد کې د کرونا ویروس ۱۶۹۳۵ نوې پېښې ثبت شوې، چې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ورسره ۴۳۷۶۶۵۳۴۴۴۳۷ کسانو ته ورسېد او د فعالو پېښو هغه ۱۴۴۲۶۴ ته لوړ شو.

د یادې سرچینې د تازه معلوماتو له مخې؛ د ځاني زیان شمېر له ۵۱ نويو پېښو سره ۵۲۵۷۰۹ ته لوړشوی دی.

فعالې پېښې د ټولو انتاناتو ۰.۳۳ سلنه جوړوي. په داسې حال کې، چې د د رغېدنې کچه ترې ۹۸.۴۷ سلنه ثبت شوې ده.

Trending

Exit mobile version