سیمه ییز خبرونه

هند چمتو شوى تر څو له افغان پوځيانو سره د درنو اوسپكو وسلو مرسته وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

نوي ډهلي منلي، چې له افغان پوځيانو سره د سپكو او درنو وسلو مرسته كوي، يو شمېر رسنيو په هند كې د افغانستان د سفير په حواله ويلي، چې هند له ډېرو بحثونو وروسته د افغان امنيتي ځواكونو لپاره د تجهيزاتو پېشنهادي لست منلى دى.

افغان ولسمشر حامد كرزى د خپلې واكمنې وروستيو مياشتو كې هڅه كوې تر څو د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيكې تر څنګ د هند ملاتړ تر لاسه كړي، له افغان ځواكونو سره د سپكو او درنو وسلو مرسته له نوي ډهلي څخه د كابل مهمه غوښتنه وه، چې له تېرو بحثونو وروسته هند چمتو شوى تر څو د افغانستان له پوځيانو سره د درنو اوسپكو وسلو مرسته وكړي.

په هند كې د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي وايي:

هند ته د ولسمشر د ورستي سفر په ترڅ كې هندي چارواكو منلې، چې د افغانستان له پوځ سره به د وسلو او مهماتو مرسته كوي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، په وړاندې سفر كې مو هند ته يو لست سپارلى وو، د هغه لست په باب همغه وخت بحث شوى وو، له نيكه مرغه په دې سفر كې مو ډېرې لاسته راوړنې درلودې، هند زمونږ دا غوښتنه ومنله او د تخنيكې ډلو له لارې به افغانستان ته سپكه او درنه وسله ولېږدوي.

تر اوسه دا نه ده ښكاره، چې هند د افغانستان له پوځ سره څومره وسله مرسته كوي او كله به دا مرسته كوي، خو هندي رسنۍ وايي:

دغه هېواد به په راتلونكې كال كې افغانستان ته درې چورلكې وركوي، له هند سره د افغانستان نږدې كېدل د پاكستان اندېښنې نورې هم زياتوي او په ځانګړې په اوسنې وضعیت كې، چې هند د افغان پوځيانو سره د وسلو د مرستې هوكړه كړې ده.

كابل په داسې حال كې له هندوستان څخه د پوځې همكاريو غوښتنه كوي، چې د افغانستان ستراتېژيك ملاتړ كوونكى هېواد امريكا هڅه كوي تر څو له افغانستان څخه د راتلونكو لسو كلونو ملاتړ په موخه له كابل سره امنيتي تړون لاسليك كړي، چې د دغه تړون له لاسليك كېدو سره به له ۲۰۱۴ كال وروسته لس كاله امريكا له افغانستان څخه پوځي ملاتړ كوي.

Trending

Exit mobile version