تازه خبرونه
هند کولی شي افغانستان ته د پاکستان له لارې بشري مرستې ورسوي – عمران خان
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې هند کولی شي افغانستان ته د پاکستان له لارې خپل ۵۰۰۰۰ ټنه غنم او بشري مرستې ورسوي.
عمران خان دا خبرې د افغانستان له وزارتونو سره د همغږۍ کمېټې ته، چې نوې جوړه شوي کړي دي. د دې کمېته په دې ناسته کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او دملي امنیت شورا د استازي معید یوسف ګډون کړی و.
دغه راز پاکستان به د هغو افغان ناروغانو د راستنېدو آسانتیا هم برابره کړي، چې د درملنې لپاره هند ته تللي او هلته بند پاتې دي.
پاکستان به سمدستي د ۵۰۰۰۰ ټنه غنمو او ژمنيو سرپناه په شمول د ۵ میلیارد روپیو پر ارزښت بشري مرستې هم افغانستان ته ولېږدوي.
د انډیا ټریبیون د راپور له مخې؛ پاکستانيو چارواکو دا ندي ویلي، چې آیا هندي لاریو ته به افغانستان ته د تګ اجازه ورکړ شي او که به له پولې څخه پر پاکستانيو یا افغان لاریو کې بار یا لېږدول کیږي.
