تازه خبرونه
هوايي برید په سوریې کې ګڼ کسان ووژل
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په سوریه کې په تازه هوايي حمله کې د کوچنیانو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې اداره چې مرکز یې په لندن کې دی و وېل؛ خو له ډېرو جزئیات يې ډډه کړې.
دا نه ده څرګنده شوې چې برید د سوريې د رژیم هوايي ځواک یا د روسيې جټ الوتکو چې د سوريې د رژیم په ملاتړ هوايي عملیات کوي، کړی دی.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې ویلي چې پېښه په اتارب ښار کې شوې او بم غورځونکو جټ الوتکو تیره ورځ په اتارب کې پر یوه بازار درې بریدونه کړې دي.
اتارب د سوريې داسې ښار دی چې د جګړې له امله لسګونه زره بېکوره شویو خلکو پناه اخیستې ده.