بلخ @ps
هوایي ځواکونو په بلخ ولایت کې ۱۸ وسلوال طالبان وژلي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې په ولید ۳۴ عملیاتو کې د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ ۱۸ وسلوال طالبان د امنیتي ځواکونو پر بمبارد وژل شوي دي.
دغه هوایي بریدونه په داسې حال کې تر سره شوي، چې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په ګډون د چاربولک او شولګرې ولسوالیو خلکو هم د شپې لخوا د وسلوالو مخالفانو له شتون اندېښنه ښودلې ده.
دوی ویلي، چې په اړوند ولسوالیو کې د جنایي جرمونو تر څنګ ناامنۍ هم پراخې شوې دي.
ویل کیږي، چې نه یوازې په ولسوالیو کې ناامنۍ مخ پر ډېریدو دي، بلکې د مزارشریف په ښاري سیمو کې هم خلک د وسلوالو مخالفانو له ګواښونو اندېښنې ښیي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د هوایي بریدونو او اړوند ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.