1393ټاكنې

هوتکي: د یو اعشاریه څلور سلنه رایو د ستونزو په هکله به د یکشنبې په ورځ پرېکړه وشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چمتووالی لري، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو وروستۍ پایله ژر اعلام کړي. د دغه کمیسیون مسئولین وایي، د ټولو رایو یو اعشاریه څلور سلنه ځینې ستونزې لري چې تر اوسه په دې هکله پرېکړه نه ده شوې او د یکشنبې په ورځ به پرېکړه وشي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ځینو ګدامونو قفلونه بیا پرانیستل شوي څو ۴۰۵ مشکوک صندوقونه وپېژندل شي او تر څېړنې لاندې راشي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وایي، دوی غواړي چې د یکشنبې په ورځ د دغو صندوقونو په اړه علني ناسته تر سره کړي.

نوموړی تینګار کوي، چې دغه رایې د چک لیستونو د نه درلودو او په سیستم کې د یو لړ ستونزو په دلیل بیا څېړل شوي او دا نه مني چې صندوقونه خیالي وو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دواړو ټاکنیزو ډلو غواړي، چې د ټاکنو پایلې ومني.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اته نوي اعشاریه شپږ سلنه رایو په اړه، چې نږدې دوه ویشت زره او ۳۰۰صندوقونه کېږي، پرېکړه کړې او  د نورو رایو په اړه له پرېکړې اته څلوېښت ساعته وروسته به د همدې اوونۍ تر پایه د ټاکنو پایله اعلام شي. کومې پایلې چې له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله یو بریالی اعلانوي.

 

Trending

Exit mobile version