سیمه ییز خبرونه

هوکړه او اعلامیه ټولیزه ده؛ خو پر جزئیاتو یې بیا خبرې او هوکړه کېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

یوه یا دوه ورځې وروسته به دواړه ټاکنیزې ډلې د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو پر جزئیاتو خبرې پېل کړي. د دواړو ټاکنیزو ډلو د غړو په وېنا، په دې برخه کې د دواړو لورو تر منځ د تخنیکي ټیمونو د جوړښت پر سر خبرې روانې دي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وایي، د دغو خبرو اترو اصلي میعیار د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو نېټه او د ملي حکومت په تړاو پوښتنو ته ځواب ویل دي.

د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حضور کې درې ماده یي اعلامیه لاسلیک کړه، چې د رایو د تفتیش او باطلولو د بهیر په بشپړېدو سره به دواړه په ګډه د ملي یووالي حکومت جوړوي، خو دا هوکړه او اعلامیه ټولیزه ده او دوه ټاکنیزې ډلې پرې خبرې کوي څو یې پر جزئیاتو خبرې او بیا هوکړه وشي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی فضل احمد معنوي وایي، د تخنیکي ډلو د جوړښت پر سر خبرې روانې دي او دواړه لوري هڅه کوي، چې د افغانستان د ټاکنو پڅې پروسې ته چټکتیا ورکړي.

پوښتنه دلته ده، چې آیا د ټاکنو پر څرنګوالي او د جګپوړو دولتي چارواکو په ګمارلو هم خبرې کېږی.

د دواړو ټاکنیزو ډلو تخنیکي ډلې وایي، پرېکړې به یې د اساسي قانون پر بنسټ وي او محور به یې هم د ولسمشرۍ د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلام وروسته د دواړو کاندیدانو تر منځ د ګډ نظر پر بنسټ وي او په ټاکنو کې به اختلافات شاته پرېښودل شی.

Trending

Exit mobile version