سیمه ییز خبرونه

هيچ څوك به بريالي نشي، چې افغانستان تجزيه كړي- سياف

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگي غړى رسول سياف وايي، هر هغه څوك، چي د افغانستان د وېشلو نيت لري د ملت خاين دى او هيچ كله به هم خپلو مخو ته ونه رسيږي.

د ولسي جرگي غړي عبدالرب رسول سياف د دوشنبې په ورځ(د وږي ۱۸) د شهيد د اوونۍ او د پخواني جهادي قوماندان  احمد شاه مسعود د وژل كيدو د دولسم تلين په غونده كي وسلوال طالبان غلامان وبلل او پر هغويي غږ وكړ، چي د بي گناه خلكو وژنه  او د ښځو تښتول  په اسلام كي ځاي نلري او د دوى دا كار د اسلام، بشريت او د افغانيت په حق كي جفا او خيانت دي.

هغه وويل، چي  مونږ د سولي غوښتونكي يو؛ طالبان د پرديو غلامان دي نشي كولي، چي له افغان دولت سره د سولي خبري وكړي.

هغه د هېواد په ساتنه كي د ملي اردو او پوليسو رول ډېر مهم وباله او د دوى سر ښندنې يې وستايلې.

هغه په هېواد كي د شته ستونزو د حل لاره ملي وحدت بولي او ټول ملت يي ملي يووالي ته را وبلل، چې ستونزي اوراې او دا هېواد ودان شي.

Trending

Exit mobile version