تازه خبرونه

هڅاندې میرمنې له طالبانو سره په سوله کې د لاسته راوړنو ساتنه غواړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې او کسبګرې میرمنې وایي، چې د ښځو د حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه باید د سولې په خبرو کې خوندي او د ودې لپاره یې پراخ کار وشي.

فتانه ګیلاني یوه له هغو میرمنو ده، چې د ښځو د حقونو په برخه کې هڅې کوي.

د افغان میرمنو د اجتماع ريیسه فتانه گیلاني وایي؛ ښځې حق لري، چې په سترو پرېکړو کې ونډه ولري؛ ځکه، چې د افغانستان ښځې هم حالات له نږدې څاري.

میرمن ګیلاني د خپل یو کارځي په اړه وايي، چې په دې کارځي کې مې شاوخوا یو زر و اته سوه میرمنو ته کاري زمینه برابره او ځينو یې له همدې ځایه سیاست ته هم مخه کړېده.

آغلې ګیلاني تمه لري، چې د سولې روانې هڅې به روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیدي.

دغه راز یو شمېر نورې میرنې، چې په دولتي او خصوصي ادارو کې کار کوي هم وایي؛ د سولې په خبرو کې باید هغه پرمختګونه خوندي شي، چې دوی ترلاسه کړيدي.

د یوه خصوصي دفتر کار کوونکې هما نوري وایي، چې په وروستیو کلونو کې مونږ له یو شمېر لاسته راوړنو برخمنې او لوړو څوکیو ته رسیدلي یو؛ دغه لاسته راوړنې مو باید خوندي او وهڅول شي.

د یوه خصوصي دفتر بله کارکوونکې حریره نومې وایي، چې افغان میرمنې اوس د تېرو کلونو ښځې ندي. که یو ځل بیا له تاوتریخوالي سره مخ شي؛ نو غونی ځیږوونکی غبرګون به وښيي.

افغان میرمنې اوس پر کار او سوداګریزو هڅو سربېره په سیاست کې هم ورګډې شوې دي.

د ښځو چارو وزارت مسوولین وايي، چې اوس په حکومتي کچه لس په سلو کې میرمنې د پرېکړو حق لري.

وسلوالو طالبانو د مسکو په غونډه کې ویلي وه؛ دوی د ښځو له هغو حقونو سره مخالفت نلري، چې په وینا یې اسلام ورکړي دي.

Trending

Exit mobile version