تازه خبرونه
هڅه کوو د چابهار په ګډون د سوداګرۍ نورې نوې لارې رامنځته کړو
نورالدین عزیزي ویلي:”په دې وروستیو کې له ګاونډ پاکستان سره ستونزې زیاتې شوې دي؛ ځکه، چې دوی د کراچۍ له لارې د افغانستان ټرانزیټ او سوداګري بنده کړې ده. په تاریخي توګه مونږ له دې لارې له نړۍ سره نښلېدلي وو. اوس مونږ هڅه کوو، چې د چابهار په ګډون نورې نوې لارې رامنځته کړو او پدې اړه مو لومړني کارونه پیل کړي دي.
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ درېیمه ) هندي او افغان سوداګرو ته په یوه خبري ناسته کې له ګاونډ پاکستان سره د سوداګرۍ روانې ننګونې پر ګوته کړې.
نورالدین عزیزي ویلي:”په دې وروستیو کې له ګاونډ پاکستان سره ستونزې زیاتې شوې دي؛ ځکه، چې دوی د کراچۍ له لارې د افغانستان ټرانزیټ او سوداګري بنده کړې ده. په تاریخي توګه مونږ له دې لارې له نړۍ سره نښلېدلي وو. اوس مونږ هڅه کوو، چې د چابهار په ګډون نورې نوې لارې رامنځته کړو او پدې اړه مو لومړني کارونه پیل کړي دي.
هغه ټینګار کړی، چې له ځینو کوچنیو ستونزو سره – سره افغانستان د هند پر همکارۍ هڅه کوي، چې دا سوداګریزه لار بشپړه فعاله او عملیاتي کړي. دا سټراټیژیکه هڅه به د پاکستان پر بندرونو د افغانستان تکیه راکمه او نړیوالو بازارونو ته له خنډ او ځنډ پرته د لاسرسي په برابرولو کې مرسته وکړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته د خپل سفر په بهیر کې له هند مېشتو افغان سوداګرو سره هم ولیدل او هغوی ته یې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې او ډاډ یې ورکړ، چې په هند کې به د افغان سوداګرو ستونزې پر عملي او ځانګړو هڅو حل شي.