سیمه ییز خبرونه

هڅې روانې دي، چې د جمهوريت روغتون په يوه مهم تخصصي روغتون بدل شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د جمهوريت روغتون ودانۍ ډېرې نيمگړتياوې لري. د عامې روغتيا وزيره د دغه مطلب په بيانولو سره وايي، هڅې روانې دي، چې دا روغتون په هېواد كې په يوه مهم تخصصي روغتون بدل شي.

د چين له خوا د جمهوريت روغتون د نوې ودانۍ د جوړولو كار دوه كاله مخكې بشپړ شوى، چې په دې ودانۍ كې له ۲۵ ميليون ډالرو ډېرې پېسې لگېدلې دي.

خو اوس، چې د كار له بشپړېدو يې دوه كاله تېرېږي د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي:

دا ودانۍ ډېرې نيمگړتياوې لري.

د عامې روغتيا وزيره ټينگار كوي، هڅې روانې دي، چې دا روغتون په هېواد كې په يوه تخصصي او سمبال روغتون بدل شي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې د وزيرانو شورا پرېكړه كړې، چې  په نړيوالو معيارونو د دغه روغتون د سمبالتيا په موخه  دا روغتون د كريم آغا خان بنسټ ته وسپاري.

Trending

Exit mobile version