تازه خبرونه
هڅې کیږي، چې افغانستان د پاکستان پېنځمه صوبه شي- قانوني
د پنجشنبې په ورځ(د غویی۹) د افغانستان د حراست او ثبانت شورا غړیو د مجاهدینو د بریالیتوب د څلیریشتمې کلیزې په نمانځغونډه کې د افغانستان په وړاندې د سترو توطیو خبره راپورته کړه.
د غونډې وینا وال وایي، د افغانستان د پاشلو هڅې روانې دي او هڅه کیږي، چې دا هېواد د پاکستان پېنځمه صوبه شي.
د حراست او ثبات شورا غړییونس محمد یونس قانوني وایي، د افغانستان ستونزه دولت او نورې ډلې نه دي، بلکې هېواد د نابودۍ، تجزیې او د پاکستان د پېنځمې صوبې د جوړیدو له خطر مخ دی.
ښاغلی قانوني زیاتوي؛ د دغو دسیسو د مخنیوي یوازنۍ لار پیاوړی حکومت دی، چې د پاکستان د مداخلاتو مخه ونیولی شي.
د حراست او ثبات شورا رییس عبدرب رسول سیاف وایي، تر اوسه د دغې شورا لخوا حکومت ته زیاتې مشورې ورکړشوي؛ خو دغو مشورو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
ښاغلی سیاف خبرداری ورکوي، چې که مشورو ته یې پاملرنه ونه شي؛ نو د بدیلو لارو په فکر کې به شي.
د حراست او ثبات شورا په داسې حال کې د افغانستان د نابودۍ او د پاکستان پر پېنځمې صوبې د بدلیدو خبرداری ورکوي، چې د ولسمشر غني په وینا؛ حکومت هیڅکله حاضر نه دی، چې هیڅ هېواد ته امتیاز ورکړي.
ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ وویل، د افغانستان پېنځه زره کلن تاریخ د معاملې وړ نه دی او مذاکرات پر اصولو ولاړ دي.
ولسمشر غني ویلي، چې جګړه نه غواړي؛ خو، چې څوک یې په وړاندې ودریږي، په توره به ځواب ورکړشي.