تازه خبرونه

هډوال: د ډالر په وړاندې د افغانیو اوسنی ارزښت د قناعت وړدی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانک چارواکي وایي چې د ډالرپه وړاندې د افغانیو اوسنی ارزښت دوی ته د قناعت وړدی.

دوی وايي، د سیمې د هیوادونو داسعار په نسبت افغانیو اوس هم خپل ارزښت ښه ساتلی دی.

مسولینو د افغانیو د ارزښت په هکله هر ډول اندیښنی بې اساسه بولي او وايي په راتلونکی ربعه کې به د ډالرو په وړاندې د افغانی د ارزښت د ساتنی لپاره اته سوه وپنځوس میلیونه ډالربازارته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک سرپرست خان افضل هډوال وایي د افغانۍ دنرخ په اړه په بازار بشپړ کنټرول لري.

دی زیاتوي چی د افغانۍ د قیمت د ثابت د ساتلو لپاره د افغانستان بانک په خزانه کې یولس ملیارده ډالر شته چي هر وخت کولی شي د بازار کنټرول په لاس کې واخلی.

موږ به په راتلونکي دریو میاشتو کي د افغانۍ د رانیولو لپاره ۸۵۰ میلونه ډالر بازار ته وړاندی کړو او موږ کافي اندازه پیسې لرو چی ترڅو بازار کنټرول کړو.

د افغانستان بانک دچارواکو په وینا په روان کال کې به د اوسنیوافغانیو ترڅنګ ۱۱ سلنه نوي بانکنوټونهچاپ او بازارته به د چلند لپاره وړاندي کړي.

خان افضل هډه وال زیاتو چې په روان کال کي به دخصوصی بانکو نه دڅارنی موضوع جدي ونیسي.

موږبه له دي روسته د بانکو نو څخه د ارزونې لړۍ ته زور ورکړو که څه هم د بانکو نوپه مدریت کې ښه والی راغلی؛ خو بیاهم غواړو څارنه زیاته کړو.

دافغانستان بانک د چارواکو په وینا ډیرژربه د پیسو د نړیوال صندق هغه دري وړاندیزونه هم پشپړ کړي چې پراساس یی د افغانستان بانکو نه دتور لیست له خطر څخه خلاص شي.

خبریال: اسلم حجاب

 

Trending

Exit mobile version