تازه خبرونه

هیله ده د ترکیې په ناسته کې سیاسي هوکړې ته ورسیږو

Published

on

(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۰)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له ترکي خبري سرچینې انادولو سره په خبرو کې ویلي؛ هیله من دی، چې د استانبول ناسته د سولې د سیاسي هوکړې په ګډون د ډاډمنو پرمختګونو لرونکې شي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، چې دواړه لوري باید په دې ناسته کې د اوربند په ګډون پر څو اصلونو هوکړه وکړي.

عبدالله عبدالله وایي: مونږ باید یوه رښتیني پرمختګ ته لاسرسی ومومو. البته وروستۍ هوکړې ته رسېدل وخت غواړي؛ خو مونږ باید لږ تر لږه د اوربند پر ګډون پر څو اصلونو هوکړه وکړو، چې دا هوکړه به ډېره مهمه وي.

له دغو څرګندونو سره همهاله د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې امکان لري د استانبول په ناسته کې طالبان او افغان دولت پر یوه سیاسي جورجاړي سلا شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په بروکسل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ترکیه د افغانستان سولې په اړه داسې یوې ناستې ته تیاریږي، چې د قطر ناستې ځای به ونه نیسي؛ بلکې ملاتړې به یې وي.

هغه ټینګار کوي، چې په دې ناسته کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک لاسلیک ته هیله من دی.

مولود چاووش اوغلو وایي مونږ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د پوهاوي یادښت لاسلیک ته په تمه یو او له ښکېلو خواوو سره پرې خبرې کوو.

هغه ویلي؛ د استانبول ناسته د اپرېل په میاشت کې جوړیږي، خو له طالبانو او افغان حکومت سره خبرې روانې دي، چې نېټه یې ځانګړې شي.

دغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د یوې بلې سترې ناستې په اړه هم خبرې کوي او وایي، چې له خپل امریکایي سیال سره یې په ترکیه یا امریکا کې د یوې بلې هر اړخیزې ناستې د جوړېدو غوښتننه کړې او په دې اړه د نظر یووالی هم شته.

یو شمېر کارپوهانو ټینګار کړی، چې د افغانستان سیاسي جوړښت به د استانبول ناستې له اصلي بحثونو وي.

د ولسمشر پخواني سلاکار طارق فرهادي ویلي؛ دا په دې معنا ده، چې د سولې خبرې دوه پړاوه لري؛ یو د ترکیې، چې کېدی شي د واک ګډولو هوکړه لاسلیک شي؛ له دې وروسته یو بل کنفرانس ته اړتیا ده، چې نړۍ بیاهم د مرستو ژمنې وکړي.     

کارپوهان په دې باور دي، چې په هېواد کې د سیاسي مدیریت نشتون سبب شوی، چې د افغانستان د سیاسي جوړښت په اړه د استانبول ناسته د اړتیا له مخې پرېکړه وکړي.

د حزب ملت افغانستان مشر جعفر مهدوي ویلي؛ هغه معلومات، چې مونږ یې له ارګه لرود سولې او جنګ په اړه کومه ځانګړې ستراتیژي او پالیسي نشته  او حکومت هم دې پایلې ته رسېدلی، چې د ټوټه کېدو او وېش پر لوري روان دی.            

که څه هم د ترکیې ناستې د جوړېدو کره نېټه نده اعلان شوې؛ خو ویل کیږي، چې دا ناسته به د اپرېل میاشتې په دوه یمه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو پر مدیریت جوړه شي.

Trending

Exit mobile version