نړۍ
هیله ده د یرغمل شویو له نورې خوشې کېدا سره د اسرائیلو او حماس اوربند وغزیږي – جو بایدن
له هغې وروسته، چې حماس د یوې څلور کلنې اسرائیلالاصلې امریکايي نجلۍ په ګډون ۱۷ نور کسان خوشې کړل؛ د امریکا ولسمشر جوبایدن هیله من شو، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ لنډمهاله اوربند به د نورو بندیانو تر خوشې کېدا وغزیږي.
حماس ویلي، که د اسرائیلو لهخوا د خوشې شویو فلسطیني بندیانو د شمېر زیاتولو لپاره هڅې وشي؛ چمتو دي، چې هوکړه شوی اوربند وغزوي.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د اسرائیلو لهخوا ۳۹ فلسطیني تنکي ځوانان خوشې شول، چې له دې سره د اوربند له پیل راپدیخوا د خوشې شویو کسانو شمېر ۱۱۷ ته ورسېد.
حماس په ډاګه کړې؛ ۱۳ اسرائيليان، درې تايلنديان او يو روسي تبعه يې سپارلي دي او د سرهصليب نړيوالې کمیتې هم تائيد کړې، چې دوی يې له غزې بریالي ايستلي دي.
څلور ورځنی اوربند، چې تېره اوونۍ پرې هوکړه وشوه په اووه اوونیو کې د دښمنۍ لومړی اوربند دی. د اوکتور پر اوومه حماس پر اسرائیلو برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او لږ تر لږه ۲۴۰ یې غزې ته بوتلل.
د دې برید په ځواب کې اسرائیلو پر غزه بمبارد وکړ او په شمال کې یې ځمکني بریدونه پیل کړل. د غزې روغتیايي چارواکي وايي، شاوخوا ۱۴۸۰۰ فلسطینیان یې ووژل او سلګونه زره نور ورسره بې ځایه شوي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې هغه له بایدن سره د بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ هغه به د لنډمهاله اوربند له غزېدو هرکلی وکړي. که هره ورځ ۱۰ بندیان خوشې شي.
په هرحال نتنیاهو څرګنده کړې؛ هغه بایدن ته دا هم ویلي، چې د اوربند له پای ته رسیدو وروسته مونږ به پر بشپړ ځواک جګړه پیل او خپلو اهدافو ته ورسیږو( د حماس له منځه وړل، د یرغمل شویو خلاصون او له غزې ډاډمنېدل).