تازه خبرونه
هیڅوک د اسلامي امارت د سقوط په لټه کې نهدي – ملګري ملتونه
اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د څرګندونو له مخې لیکلي، چې هیڅوک د اسلامي امارت د حکومت د ړنګیدو په لټه کې نهدي او هر څوک غواړي، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي.
د سې شنبې پر ورځ ( د سلواغې اووهلسمه ) د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینرلي اوغلو د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت باید نړیوالو قوانینو ته ژمن وي.
د اسلامي امارت د خبرپاڼې له مخې؛ سینرلي اوغلو له مولوي عبدالکبیر سره په دې کتنه کې دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان په اړه ښې او غوره پرېکړې وشي.
د اسلامي امارت د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ویلي، چې د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره اړیکو ته لیواله ده.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا هم ویلي، چې نړیوال بانک به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د نړیوال بانک په غونډه کې د افغانستان د بانکي سیستم پر پراختیا، د بندیزونو د ختمولو او په افغانستان کې د نړیوال بانک د پاتې پروژو د بیا پیل په اړه خبرې کیږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له سینرلي اوغلو سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې د دوحې په غونډه کې باید د افغانستان د بیارغونې، بشري مرستو او د بانکي بندیزونو د لرې کولو په اړه دې ګامونه پورته شي.
فریدون سینرلي اوغلو له دې مخکې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي او د دوحې د غونډې په اړه یې ورسره خبرې هم کړې دي.
په دې کتنه کې امیرخان متقي ویلي دوی به د دوحې په غونډه کې د ګډون په اړه د موضوع او د هغې د جوړښت په اړه له معلوماتو ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړي.
ویل کیږي، چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه به یکشنبه او دوشنبه( د سلواغې پر نههویشتمه او دېرشمه ) جوړه شي.
