بلخ @ps
هیڅوک له نامسوولو وسلوالو ملاتړ نشي کولی- د بلخ والي
په بلخ ولایت کې سیمه ییزو چارواکو د سیاسي ګوندونو مشرانو او زورواکانو ته ګواښ کړې، چې د نامسوولو وسلوالو له ملاتړه دې لاس واخلي.
په مزار شریف ښار کې د جنایي جرمونو له ډېریدو وروسته د بلخ والي په مشرۍ د سیاسي ګوندونو او امنیتي مسوولینو په مشرۍ امنیتي ناسته تر سره شوې، چې په کې د نامسووله وسلوالو پر ملاتړ کوونکیو نیوکې رامنځته شوې دي.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر ویلي، چې په دې ناسته کې د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر د سیاسي ګوندونو مشرانو او زورواکانو ته ګواښ کړی، چې له نامسووله وسلوالو دې ملاتړ نکوي او کنه په ښار کې، چې هر نامسووله وسلوال ولیدل شو؛ د پولیسو له برید سره به مخ شي.
دغه راز د سرپل پولیس وایي، د دې ولایت د سانچارک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو او طالبانو نښته کړې او ۱۰ وسلوالو طالبانو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې نښته کې د ولسي پاڅون قومندان وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان دي.
طالبانو ویلي، چې د سانچارک په تبر کلي کې د ولسي پاڅونکوونکیو درې کسه وژل شوي او د دوی کسانو ته زیان ندی رسیدلی.
د یادونې وړ ده، چې له طالبانو سره له درې ورځني اوربند وروسته د ټول هېواد په ښارونو کې ناامنیو او د نامسوولو وسلوالو شتون سیمه ییز چارواکي اندېښمن کړي دي.