تازه خبرونه

هیڅوک د افغان حکومت د جوړښت بدلو حق نلري-حمدالله محب

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي امیت سلاکار حمدالله محب په خپل یو تویت کې ګواښ کړی؛ هیڅوک ان د هېوادونو په ګډون دا صلاحیت نلري، چې د افغانستان له اساسي قانون سرغړونه وکړي او د دغه هېواد د حکومتدارۍ په جوړښت کې بدلون رامنځته کړي.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار وايي:په افغانستان کې د سولې راتلو په خاطر د نړیوالو له پاملرنې او زمونږ د شریکانو په ځانګړي توګه د امریکا متحدو ایالتونو، د متحدو عربي اماراتو او سعودي عربستان له هڅو مننه کوو؛ خو روان ګومانونه جدي وضاحت ته اړتیا لري.

 نوموړي زیاته کړې، چې  د سولې لپاره هڅې ستراټیژيک زغم او زړورتیا ته اړتیا لري، نه بې لارې بدلون ته.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دا ټینګار هم کړی، چې د افغانستان او امریکا اړیکې د دوه اړخیزې هوکړې له مخې رامنځته شوې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان خلک د تل پاتې سولې غوښتونکي دي؛ نه د داسې یوې معاملې، چې زمونږ قربانۍ له پامه وغورزوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ابوظبي کې د طالب استازیو او امریکا درې ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدې او زلمی خلیلزاد د افغان حکومت له مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی. په دې درې ورځنۍ ناسته کې د بهرنیو ځواکونو وتل، د هوایي بریدونو پای ته رسیدل او د طالب بندیانو خلاصون د دې ناستې مهم مسایل ول.

دغه راز ځینې سرچینې وایي، چې په دې ناسته کې په اوربند، د ملي یووالي له حکومت سره د خبرو په پیل، د لنډ مهال حکومت په جوړیدو او ټاکنو هم بحث شوی؛ خو طالبانو ویلي، چې په دې برخه کې د دوی دریځ له وړاندې څرګند دی او پرې خبرې نه کیږي.  

د یادونې ده، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو هوکړه، چې د ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲ مه لاسلیک شوې؛ د همدې امنیتي او دفاعي هوکړه لیک پر مواردو، چې د ۲۰۱۳ کال د نومبر۲۱ / د ۱۳۹۲ل کال د لړم پر ۳۰ افغان لوریو لاسلیک کړی له بشپړ ټینګار سره دواړو لوريو ژمنه کړې، چې د ګډو ګټو پر بنسټ اوږدمهاله ستراتیژیکې همکارۍ باید پیاوړې کړي. لکه: د سولې، امنیت او ثبات پراختیا؛ د دولتي ادارو پیاوړتیا؛ د افغانستان اوږدمهاله اقتصادي او اجتماعي انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو هڅول.

Trending

Exit mobile version