تازه خبرونه
هیڅ ګاونډ هېواد خپل بل ګاونډی له منځه وړلی نهشي؛ جګړه د حل لار نهده – عبدالسلام حنفي
هغه دا څرګندونې په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او څرګندوي، چې په یوویشتمې پېړۍ کې جګړه د ستونزو حل نهدی او باید د هېوادونو سرچینې او انرژي د ویجاړولو پر ځای پر پرمختګ او ودې ولګول شي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، هیڅ ګاونډ هېواد نهشي کولی بل ګاونډ هېواد له منځه یوسي او د اختلاف په صورت کې دواړه لوري زیانمن کېږي.
هغه دا څرګندونې په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او څرګندوي، چې په یوویشتمې پېړۍ کې جګړه د ستونزو حل نهدی او باید د هېوادونو سرچینې او انرژي د ویجاړولو پر ځای پر پرمختګ او ودې ولګول شي.
عبدالسلام حنفي ویلي:« که مونږ له یو بل سره جګړه وکړو، ټوله انرژي به مو د یو بل پر ویجاړولو ولګیږي؛ ولې باید په دې پېړۍ کې خپله انرژي د ملتونو د پرمختګ لپاره ونهکاروو؟»
هغه د نړیوالو جګړو تجربو ته په نغوته کې ویلي: هغه هېوادونه، چې پخوا په جګړو کې ښکېل ول؛ اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې جګړه حل نهده او باید د پرمختګ او همکارۍ پر لوري حرکت وشي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت سیاست له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او نهلاسوهنې پر بنسټ سولهییز ژوند دی.
هغه زیاته کړې؛ د همدې سیاست له مخې هیڅ فرد یا ډله اجازه نهلري، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي او په مقابل کې هیڅ هېواد هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نهلري.
حنفي همدارنګه ویلي، چې په دې نندارتون کې د کورنیو تولیداتو نندارې ته وړاندې کول د افغانستان د صنعتي ودې ښکارندویي کوي.
هغه زیاته کړې، چې څو لسیزو جګړو افغانستان له هر اړخه زیانمن کړی او اسلامي امارت د جګړې د پایلو د کمولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې کوي.
حنفي وایي؛ هڅه کېږي، چې افغانستان له وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هغه بدل شي.
هغه د صنعتکارانو د ملاتړ لپاره د شاوخوا ۲۵ ډول آسانتیاوو د برابرولو یادونه کړې، چې په کې د صنعتي ځمکو وېش، د مالیاتي معافیتونو او نورو آسانتیاوو برابرول شامل دي.
هغه له پانګهوالو غوښتي، چې د هېواد په کانونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي او له رامنځته شویو فرصتونو څخه بشپړه ګټه واخلي.