تازه خبرونه

هیچاته د صحرایي محاکمې اجازه نه ورکول کیږي- مولوي عبدالسلام حنفي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۰, ۱۴۰۰)

د لومړي وزیر دوه یم مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې ډیبرا لاینز سره  په کتنه کې ژمنه کړې، چې هیچا ته به د صحرايي محاکمې اجازه ورنکړ شي.

د سې شنبې پر ورځ په دې کتنه کې د ځانګړې استازې مرستیال ډاکټر رمیزالاکبروف او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

د لومړي وزیر دوه یم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې ډيبرا لاينز سره کتلي او هغې ته یې ډاډ ورکړی، چې هېچا ته به اجازه ورنکړ شي، چې څوک  صحرايي محاکمه کړي.

مولوي حنفي ټینګار کړی، چې که څوک دا کار وکړي؛ له سرغړوونکیو سره قانوني چلند کیږي.

نوموړي د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د ارګانونو ترمنځ پر اړیکو او همغږۍ رامنځته کولو ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې د فساد او ګډوډیو مخه باید ونیول شي.

مولوي عبدالسلام حنفي د ملګروملتونو استازې او ورسره مل پلاوي ته ويلي: د بېلابېلو موسسو لخوا قرارداد شوې نيمګړې پروژې بايد بشپړې شي، چې خلک ترې ګټه پورته کړي او له اقتصادي پلوه د زيانمن شويو قرارداديانو معاشونه ورکړ شي.

دغه راز هغه زياته کړې، چې په ټول افغانستان کې امنيت تامين شوى او هیڅوک له شریعته سرغړونه نشي کولی.

ډیبرا لاینز د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه خوښه ده؛ خو په دې وروستیو کې یې د یو شمېر ښځو پر ورکېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

همدارنګه د یوناما مرستیال رمیزالاکبروف د بشردوستانه مرستو، په وروستیو میاشتو کې نهه میلیون وګړیو ته د خوراکي توکو د وېش او اته میلیون وګړیو ته د روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي ویلي: د ٢٥٠٠ روغتيايي کلينيکونو د روغتيايي کارکوونکیو معاشونه ورکوي او دغه راز بریالي شوي، چې ٣١٢ ميليون نغد ډالر افغانستان ته راولېږدوي؛ خو دا مرستې بسنه نکوي او باید په بېلابېلو برخو کې نور ډېر کار وشي.

دغه راز د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند د هېوادوالو هغو اندېښنو ته، چې وايي؛ د اسلامي امارت ځواکونه خلک بیځایه پلټي، ځواب ویلی.

د دې وزارت د چارسمبالي ویاند عاکف مهاجر ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونه به هیڅوک هم د جامو د اغوستو د څرنګوالي او ظاهري بڼې له کبله ونپوښتل شي.

د یادونې ده، چې هېوادوال د اسلامي امارت له دې سپارښتنې او هڅو هرکلی کوي او وايي، چې د خلکو فردي آزادي باید خوندي وي.

Trending

Exit mobile version