تازه خبرونه
هیچا ته له دیني احکامو څخه د سرغړونې اجازه نهورکوو- حقاني
سراج الدین حقاني دا خبرې په خوست ولایت کې د حسن قرائت مراسنو ته کړي. په دې غونډه کې د مصر، ایران او پاکستان بهرنیو قاریانو هم برخه اخیستې وه.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د افغانستان اړیکې د اسلامي اصولو پر بنسټ غواړي او هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د دې هېواد له شرعي احکامو سرغړونه وکړي.
سراج الدین حقاني دا خبرې په خوست ولایت کې د حسن قرائت مراسنو ته کړي. په دې غونډه کې د مصر، ایران او پاکستان بهرنیو قاریانو هم برخه اخیستې وه.
د خوست رسنیز دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت د اسعمار مخالف دی نه له نړۍ سره د تعامل.
هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت له نړۍ سره داسې اړیکې غواړي، چې د اسلامي اصولو او شریعت خلاف نهوي.
