تازه خبرونه

هېوادوال په جګړه کې له ښکېلو ډلو غواړي چې اختر ته يې په ارامه پرېږدي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانان چې د لوی اختر له پاره تیاری نیسي،په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړي چې جګړه و دروي او د سولې له پاره کار وکړي.

که څه هم سختې جګړې افغانان ډېر کړولي، خو بیا هم په کابل کې ژوند دوام لري او خلک ښار او بازار ته راوځي چې د لوی اختر له پاره توکي واخلي. د پخوا په پرتله په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته ده او خلک تازه او وچې مېوې اخلي چې د اختر په ورځو کې د مېلمنو ښه قدر او عزت وشي.

د قربانۍ د څارویو بیې لوړې دي، خو بازار یې ښه تود دی.

د کابل ښار اوسېدونکیاحمدجان وايي: “د پسونو بيې ډېرې لوړې شوې دي، تېر کال به مو همدا ډول پسه په لس زره اخيست خو اوس يې تر ۱۴زره کم نه شې اخيستی.”

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټينګار کړی چې د افغان پوځیانو پر خلاف به خپلې جګړې ته دوام ورکوي، هغه څه چې د افغانانو په روحیه یې ناوړه اغېزه کړې ده.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي: “طالبان به له جګړې لاس وانه خلي، ښه به دا وي چې په يوه اوسپنيز سوک يې خوله پرې ماته کړل شي، څو له سولې سره يو ځای شي.”

د کابل ښار اوسېدونکی فریداحمد وايي: “موږ له طالبانو هيله کوو چې له جګړې نور لاس واخلي، ځان مرګي دې نه کړي او رادې شي له موږ سره دې يو ځای ژوند وکړي.”

لوی اختر د نړۍ د ټولو مسلمانانو له پاره  د خوښۍ او له یو بل سره د مینې او محبت کولو ځانګړيمراسم دي چې درې ورځېدوام لري او عمومي رخصتۍوي. هغه عاقل او بالغ مسلمانان چې مالي توان یې لوړ وي، څاروي ذبح کوي او په اړو مسلمانانو یې وېشي.

Trending

Exit mobile version