تازه خبرونه
هېوادونه باید د افغانستان له بې ثباتۍ څخه د ځان په ګټه کار وانخلي – هند
د هندې لومړي وزیر نریندرا مودي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي؛ نړۍ باید ډاډ تر لاسه کړي؛ ځکه، چې اوس هم ځينې هېوادونه له ترهګرۍ څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان پر مسایلو د نړۍ مشرانو د خبرو په لړ کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې د افغانستان له بې ثباتۍ څخه باید هیڅ هېواد د ځان په ګټه کار وانخلي.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي: دا ډېره اړینه ده، چې نړۍ د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د پراختیا او ترهګریزو بریدونو څخه د کار له نه اخیستنې څخه ډاډ تر لاسه کړي.
مودي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه ویلي؛ ښځې، ماشومان او لږکي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او نړۍ دنده لري، چې هغوی ته مرستې ورسوي.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانان، ښځې ماشومان او لږکي بېړنیو مرستو ته اړ دي. مونږ باید خپله دنده پر ځای کړو او له هغوی سره مرسته وکړو.
دغه راز روسیې ویلي، چې تر اوسه هیڅ هېواد د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه غور ندی کړی.
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ډاګه کړې، چې نړۍ باید د افغانستان نازک شرایط درک کړي او له دې هېواد سره بشردوستانه مرستې سیاسي نکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان، سوریه، لیبیا، یمن او نورو سیمو کې ښکېل بهرنیان باید د دې هېوادونو تمدن او فرهنګ ته په کتو چلند غوره کړي. د بشري مرستو سیاسي کولو پر ځای باید د یوه غښتلي ګډون او مرستو لپاره لاس ورکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې د البانیا ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې ویلي؛ افغانان باید په اوسنیو شرایطو کې یوازې پرینښودل شي او د تېرو شل کلونو لاسته راوړنې باید وساتل شي.