تازه خبرونه
هېوادونه دې د افغانستان پر ضد د خپل هوايي حریم له کارولو ډډه وکړي
د اسلامي امارت ویاند له هغو هېوادونو، چې بې پیلوټه الوتکې د دوی له هوايي حریم څخه تېرېږي او د افغانستان هوايي حریم ته ننوځي؛ غوښتنه کوي، چې دوی باید خپل هوايي حریم د افغانستان پر ضد ونهکاروي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د دغو الوتکو ګزمه د افغانستان له فضايي حریم څخه ښکاره سرغړونه ده.
ذبیح الله مجاهد وايي: بې پیلوټه الوتکې د امریکا دي، چې مونږ پرې څو ځلې اعتراضونه هم کړي او دا د افغانستان له فضايي حریم څخه ښکاره سرغړونه ده. افغان حکومت غواړي، چې دا هوایي ګزمې دې ودرول شي او د افغانانو د هوايي حریم درناوی دې وشي.
هغه زیاته کړې: مونږ له هغو هېوادونو څخه، چې دا الوتکې ترې د افغانستان فضايي حریم ته ننوځي؛ غوښتنه کوو، چې خپل هوايي حریم د افغانستان پر ضد ونهکاروي، ځکه دا د افغانستان له فضايي حریم څخه ښکاره سرغړونه ده.
د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې هېوادونه په ځانګړي توګه امریکا د افغانستان له فضايي حریم څخه د نړیوالو قوانینو خلاف سرغړونه کوي. دوی په دې باور دي، چې دغه الوتکې استخباراتي معلومات راټولوي، چې دا هېواد ته زیان رسوي او باید ودرول شي.
له دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وه؛ د امریکا بې پیلوټه الوتکې د افغانستان پر ضد د ګاونډ هېوادونو له فضا څخه کار اخلي، چې دا د افغانستان له فضايي حریم څخه ۍکاره سرغړونه ده او واشنګټن باید له دې کاره لاس واخلي.