تازه خبرونه
هېوادونه دې په افغانستان کې یوازې د ښځو پر مسئله نهراڅرخيږي – چین
نوموړي ټینګار کړې: نړیواله ټولنه باید د افغانستان تر ټولو مهمو ستونزو ته پام وکړي، په دغه هېواد کې د بیارغونې او پرمختګ چارې پیل کړي، د افغانانو هوساینې ته وده ورکړي او د دغه هېواد د خلکو له بشري حقونو څخه په رښتینې توګه ساتنه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت ستونزې ته نغوته کړې او ټينګار کوي، چې د ښځو حقونه د دې هېواد يوازنۍ مساله نده.
لين جيان د ښځو د مسالې په اړه د نړۍ په تېره بيا د امريکا او اروپا ټينګار رد کړی او وایي، چې له اسلامي امارت سره د دغو هېوادونو په ټکر کې تر ټولو مهمه مساله ده.
هغه د دوشنبې پر ورځ په خپل خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي یوه راپور ته د نغوتې پر مهال ویلي، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري او ۱۲ اعشاریه ۴ میلیون به د خوراکي توکو له سخت نهخوندیتوب سره مخ شي.
نوموړي ټینګار کړې: نړیواله ټولنه باید د افغانستان تر ټولو مهمو ستونزو ته پام وکړي، په دغه هېواد کې د بیارغونې او پرمختګ چارې پیل کړي، د افغانانو هوساینې ته وده ورکړي او د دغه هېواد د خلکو له بشري حقونو څخه په رښتینې توګه ساتنه وکړي.
نوموړي ویلي: د ښځو حقونه او ګټې د افغانستان ټوله مساله نده او نه هم د دغه هېواد د ستونزو اصلي لامل یا بنسټ دی.
هغه له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د هېوادونو اندېښنو ته پام وکړي.
هغه له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل؛ د افغانستان واکمن دې وهڅوي، چې په دې هېواد کې د ښځو او ماشومانو وضعیت د برابرۍ او درناوي پر روحیه ښه کړي.
هغه همداراز هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان چارسمبالی حکومت به د ښځو د حقونو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
چین په سیمه کې د افغانستان اسلامي امارت ملاتړی هېواد دی.
دې هېواد له اسلامي امارت سره د کانونو، تېلو او ګازو لسګونه هوکړه لیکونه او تړونونه لاسلیک کړي او غواړي په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي.
چین د امنیت شورا په غونډو او نورو نړیوالو ځانګړیو ناستو کې د اسلامي امارت پر تګلارو په تېره بیا د ښځو په اړه له نیوکې کولو ډډه کړې ده.
ویل کیږي، چې د چین حکومت د بشري حقونو په ګډون د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي.