تازه خبرونه

هېواد ته د بې كيفيته توكو د واردولو مخه دې ونيول شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د نورم او ستندرد ملي ادرې تخنيكې مرستيال مجيب الرحمن خطير وايي، چې هېواد ته بې كيفيته توكي د هغو لارو او بندرونو څخه راځي، چې حكومت پرې بشپړه څارنه نلري.

د نوموړي په وينا، د نورم او ستندرد ادارې ډېر بې كيفيته توكي رد كړي هم دي.

د ولسي جرگې غړى غلام فاروق نظري وايي:

د افغانتسان په بازارونو كې له نفتي او خوراكي توكو نيولې بيا د ژوند د اړتيا د ببلا ٰبېلو توكو د ټيټ كفيت په اړه نيوكې كيږي.

د نوموړي په وينا، مونږ له هراته تر دل آرامه پرانستې لارې لرو او دغه راز د نيمروز پوله خلاصه ده، چې له دې لارې بې كيفيته تېل وارديږي.

ملي سوداگر روح الله واحدي وايي:

كورني توليدات او كارخونې هڅونې، پاملرنې او ملاتړ ته اړتيا لري، خو زمونږ توليدي توكي دولتي ملاتړ نه لري.

بې كيفيته توكي نه يوازې له اقتصادي پلوه خلكو ته زيان اړوي، بلكې له روغتيايي پلوه هم خطرناك تماميږي او د چاپېريال د ككړيدو زمينه برابروي.

Trending

Exit mobile version