تازه خبرونه
هېواد د دوه لویو ځواکونو له خطر سره مخ دی
مشرانو جرګه د افغانستان د راتلونکي برخلیک په اړه اندېښنه لري او وايي، چې هېواد د دوه لویو ځواکونو له خطر سره مخ دی.
د مشرانو جرګې غړي وايي؛ روسیه او امریکا په افغانستان کې خپل سیاست امتحانوي، چې ناوړه اغېز یې پر افغان ولس پریوځي او ناامنۍ ورځ تر بلې په ډېریدو دي.
د مشرانو جرګې غړی محمد حسن هوتک وايي، چې افغانستان باید په دغو شرایطو کې ځان بې طرفه کړي، چې د دوه لویو قدرتونو د سیاستونو قرباني نه شي.
د نوموړي په وینا؛ حکومت باید د روانو ناامنیو او لاسوهنو مخه ونیسي.
د مشرانو جرګې غړي حسیب الله کلیمزي په ډاګه کړې، چې روسیه د دې پر ځای، چې له افغان حکومت سره همکاري وکړي؛ ناتو او افغان پوځیان د مخدره توکو په وړاندې په مبارزه کې پر ناغېړۍ تورنوي.
نوموړی له روسیې غواړي، چې یو ښه ګاونډ شي او د افغان حکومت تر څنګ د وسلوالو مخالفینو په وړاندې مبارزه کې د افغانستان له خلکو سره ودریږي.
د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي په ډاګه کړه، چې له مخدره توکو څخه میلیونونه دالر د افغانستان ملاتړیو ته رسیږي او د خپلو ګټو له مخې خپل سیاستونه روان ساتي؛ خو د افغانستان د ثبات او ړهمکارۍ لپاره کار نه کوي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال هم د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف پر صداقت شکمن دی او خبرداری ورکوي؛ دغه ائتلاف نه غواړي، چې ترهګر له منځه یوړل شي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزد یار هم په دې باور دی، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف هم له ترهګرۍ سره په مبارزه کې صادق نه دی.
هغه له نړیوالو غواړي، چې د افغانستان په اړه خپله تکلاره بدله کړي او افغانستان د سوریې له برخلیک سره مخ نه کړي.
زیاتره سناتوران په دې باور دي، چې افغان ځواکونه د نړۍ په استازیتوب له ترهګرو سره په جګړه بوخت دي او که نړیوال افغان ځواکونه سمبال کړي، د افغانستان پر امنیتي حالت به مثبت اغېز وکړي.
خبریال: رفیع صدیقي