تازه خبرونه

هېواد مو د اوبو د مدیریت په اړه پلان نلري- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد اجرائیه رییس عبد الله عبد الله وايي؛ هېوا مو له څو کلونو راپدیخوا د اوبو د مدیریت په برخه کې کوم پلان نلري او دا به د راتلونکیو نسلونو لپاره ګواښوونکی وي.

دهېواد اجرائیه رییس داکتر عبد الله عبد الله د اوبو په مدیریت کې د میرمنو د ونډې ترنا مه لاندې جوړې شوې ناستې ته په ډاګه کړې، چې ټول باید په ګډه د اوبو د بې رحمه کارولو د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړو؛ خو په دغه بهیر کې د میرمنو رول ډېر مهم دی.

ښاغلی عبدالله زیاته وي؛ په مرکز او ولایتو نو کې د اوبو بې رحمانه کارول به مو راتلونکيو نسلونو ته سختې ستونزې رامنځته کړي.

هغه په ډاګه کړې، چې د اوبو د مدیرت او سالمې  استفادې  لپاره باید د حکومت ټولې ادارې او خلک خپله همکاري څرګنده کړي.

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، چې میرمنې د ټولني ستره برخه جوړوي؛ خو اوس هم  د اوبو په مدیریت او د استفادې په نظم کې د دوی د ونډې په اړه لږه معلومات تر لاسه کیږي.

ښاغلی علی احمد عثماني زیاتوي؛ د وزارت په چو کات کې اوس هم د میرمنو ونډه کم رنګه ده. دغه ناسته مو د دې لپاره نیولې، چې د میرمنو د مسوولیت او عامه پوهاوي په اړه هڅې ډېرې کړو.

هغه دا هم څرګنده کړې؛ که د اوبو د مدیریت او استفادې لپاره همکاري او همږي زیاته نشي، ښايي راتلونکي نسلونه به مو له ګڼو ستونزو سره مخ  وي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version