تازه خبرونه

هېواد ته د زعفرانو د غوټو پر وارداتو بندیز ولګید

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي: د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې؛ هېواد ته د زعفرانو د غوټو(پیازو) پر وارداتو بندیز ولګید.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، چې هېواد ته د زعفرانو د غوټو پر وارداتو له بندیز موخه د کورنیو زعفرانو د کیفیت ساتنه او خوندیتوب دی.

د کرني وزارت ویاند وايي، چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د زعفرانو کښت شوی او د چین په ګډون د خلیج له ځینو هېوادونو سره هم خبرې شوي، چې ورته بازار موندنه رامنځته شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، له دي سره به زمونږ زعفران، چې په نړیوال مارکیت کې ځانکړی ارزښت لري؛ خوندي او ورسره به د ځینو مخربو کړیو مخه هم ونیول شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا کار کولی شي په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو د ارزښت ساتلو لپاره ګټه ورسوي.

هغه هیله من دی، چې راتلونکی کال به د زعفرانو محصولات ۱۴ ټنوته لوړ شي.

نوموړی زیاتوي، تېر کال نږدې نهه ټنه زعفران نړیوالو مارکیتونو ته صادر شوي وه.

د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وايي، حکومت باید په هغو برخو کې، چې بسیاینه ولري؛ ملاتړ ډېر کړي.

د څښاک اوبه، غیر الکولي مشروبات، مرمرو ډبرې او غالۍ د حکومت پاملرنه او ملاتړ غواړي؛ ځکه، چې په دغو برخو کې پنځوس سلنه تولیدات لرو او باید ورته پاملرنه زیاته شي.

د پایپونو، وسپنې ویلي کولو، د چرګانو د غوښو او لبنیاتو ملاتړ ته هم اړتیا لیدل کیږي.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخې احمد پیمان وايي، چې د کورنیو تو لیداتو او محصولاتو د ملاتړ لپاره د ولسمشر له دې ګامه هرکلی کوو؛ باید، چې په نورو سکتورونو کې هم دا کار تر سره شي.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره په منځنۍ آسیا کې خورا مهم مارکیتونه شته؛ خو د کرنې وزارت د اړتیا وړ کارونه ندي کړي.

په افغانستان کې د ازبکستان د سوداګرۍ خونې رییس توفیق وحدت وایي: په منځنۍ آسیا کې افغان کرنیزو محصولاتو په ځانګړي توګه زعفرانو، وچې او تازه میوې لپاره مناسب مارکیت شته؛ خو اوس هم کار ندی شوی.

د یادونې ده، چې د بهرنیو زعفرانو او غوټو د بندولو ترڅنګ د افغان سوداګرو تولیداتو ته پاملرنه وشي؛ نه یوازې به د کورنیو تولیداتو پر وده او پراختیا، بلکې پر کیفیت او کمیت هم مثبت اغېز وکړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version