تازه خبرونه

هېواد ته د ژوندیو چرګانو وارداتو ګڼې ننګونې رامنځته کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د چرګانو د فارمونو ټولنې مسوولین وايي، د چرګانو د غوښو د تولید او روزنې په برخه کې مو نږدي یو میلیارد دالر پانګونه کړي؛ خو اوس هم د چرګانو د واردولو مخنیوی ندی شوی.

د افغانستان د چرګانو د غوښو د تولید او فارمونو ټولني مسوولینو ويلي؛ تر اوسه يي په هېواد کې ۹۶۸ میلیون دالر پانګونه کړي.

دوۍ زیاتوي؛ افغانستان د چرګانو د غوښې کلنۍ اړتیا۲۹۰  متریک ټنه ده، چي ۲۱۹ زره متریک ټنه یې په کور دننه تولیدکیږي. که له ګاونډ هېوادونو څخه افغانستان ته د ژوندیو چرګانو واردات بند شي؛ خصوصي سکتور به نوره پانګونه هم وکړي.

د چرګانو د غوښو د تولید او روزنې ټولنې رییس معروف ظریف وایي؛ مونږ حاضر یو، چې دغه تشه ډکه کړو او نوره پانګونه هم تر سره کړو په دې سکتورکي؛ خو که حکومت مو غوښتنې ومنې فقط د ژوندیو چرګانو پر وارداتو دې بندیز ولګوي.

د کرني او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د چرګانو د فارم لرونکیو د ملي ټولني د مسوولینو له ستونزو خبر دي او د حل لپاره يي له اړوند ادارو سره خبرې رواني دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي؛ مونږ له نږدي د چرګانو د تولید د پراختیا لپاره په هڅه کې یو. کله، چي کورنی تولید مو لوړ شي؛ نو مونږ به پر وارداتو تعرفه لوړه کړو.

د خصوصي فارمونو ټولنې مسوولین وايي، چې د هېواد په کچه ۷۰۰۰ د چارګانو د غوښو د تولید فارمونه شته او په نږ دي راتلونکي کې به په دې برخه کې نوره پانګونه هم تر سره کړي. 

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version