تازه خبرونه

هېواد مو د کړکیچ پر لوري روان دی- حامد کرزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی اوسني روان حالات ډېر کړکیچن  ګڼي او له ولسمشرغني یې غوښتي، چې د راوان کړکیچ او بحران د مخنیوي لپاره بېړنی ګام پورته کړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۴) په یوه خبري ناسته کې د هغه څه له کبله نیوکه کوي، چې د بیان د آزادۍ پر وړاندې یې ګواښونه ګڼي؛ خو نوموړي دا ونه ویل، چې څوک د بیان آزادۍ پر وړاندې د ګواښونو سبب کیږي.

ښاغلي کرزي دا خبرداری هم وړاندې کړ، چې زیاتره ځوانان د هېواد راتلوونکې ته هیله نلري؛ نو، ځکه له هېواد وځي.

نوموړي ټینګار کړی، د بیان آزادي له ګواښ سره مخ ده. که چا د مخالفت غږ اوچت کړی؛ ګواښل شوی، ټپي شوی، بندي شوی او یا ان وژل شوي دي.

هغه د بیا پاملرنې غږکړی او وایي، چې حالات له خرابیدو وژغورئ او مه پریږدئ، چې هېواد مو تر پښو لاندې او ویجاړ شي.

حامد کرزي د ټاکنو بهیر او را منځته شویو ناندریو ته په نغوته او اشاره کې څرګنده کړه، چې باید امنیتي ځواکونه په شخصي او سیاسي موخو کې ونه کارول شي.

ده ویلي، چې امنیتي ځواکونه باید بشپړ بې پرې او د ملت د لوړو ګټو د ساتنې لپاره وکارول شي. د ملت لوړې ګټې؛ د ژوندانه، کور، کورنۍ، اوسیدنې او د خلکو سولې ته درناوی دی.

حامد کرزی په بیجنګ کې د هغې تر سره کیدونکې ناستې برخه وال هم و، چې اوس لغو شوې؛ خو دی وایي، چې ولسمشرغني په دې ناسته کې د ده او نورو سیاستوالو له حضور سره مخالفت درلود.

دا مهال ټاکنې او سوله دواړه له بندون سره مخ دي او اوس هم روښانه نده، چې که ټاکنیز کړکیچ وغزیږي؛ حالات به څوک اداره کوي.

Trending

Exit mobile version