سیمه ییز خبرونه
هېڅ بهرنى بنسټ د ملي شورا په چارو كې د لاسوهنې حق نه لري
مشرانو جرګې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې وغندلې. د مشرانو جرګې غړي وايې، هېڅ بهرنى بنسټ د ملي شورا په چارو كې د لاسوهنې حق نه لري.
د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون په ولسي جرګه كې تصويب نه شو او كميسيونونو ته راجع شو.
اوس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان كوبيش ويلي، چې له ملي شورا او افغان حكومت څخه غواړي، چې د دې قانون د اجرا كولو لپاره هڅې وكړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى همدارنګه ویلي، له حكومت او پارلمان څخه غواړو، چې ډاډ وركړي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون په بشپړه توګه اجرا او رعايت كېږي، د ښځو او نجونو اساسي حقونو ته بشپړ درناوى او ور څخه دفاع وكړي.
د يان كوبيش دا څرګندونې مشرانو جرګې وغندلې، او دا يې د ملي شورا په چارو كې يو ډول لاسوهنه وبلله.
ټاكل شوې وه، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د همدې اوونۍ د شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د رايو لپاره اېښودل شوى واى، خو د ولسي جرګې ځينو غړو د دې قانون ځينې مادې له اسلامي ارزښتونو سره په ټكر كې وبللې او د دې قانون متن يې د ولسي جرګې كميسيونونو ته وړاندې كړ.
