سیمه ییز خبرونه
هېڅ حكومت به په افغانستان كې د ډيورند كرښه په رسميت ونه پېژني
افغان ولسمشر په كابل كې يوې خبري غونډي ته ويلي، پاكستاني چارواكو په وروستيو لسو كلونو كې له ده څخه په مستقيم او غېر مستقيم ډول غوښتي، چې ډيورند كرښه په رسمېت وپېژني، خو د نوموړي په وېنا، اوسنى افغان حكومت او راتلونكي حكومتونه به كله هم دا كار ونه كړي.
نوموړي د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د تېرې اوونۍ راپور چې ويلي يې و، د امريكا څارګرې ادارې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته په وروستيو لسو كلونو كې پېسې وركړي، تاييد كړ.
نيويارك ټايمز ورځپاڼې تېره اوونۍ د افغان ولسمشر حامد كرزي د اوسنيو او پخوانيو سلاكارانو له قوله ويلي وو، چې د امريكا څارګرې ادارې په وروستيو لسو كلونو كې لسګونه ميليون ډالر د حامد كرزي دفتر ته سپارلي دي.
ورځپاڼې د امريكايي چارواكو له خولې ويلي و، د دې پېسو ستره برخه د هغو سياست والو او اورپكو لاسته ورغلې، چې د نشه يي توكو په كاروبار كې ښكېل دي.
ولسمشر حامد كرزي د شنبې په ورځ ( د غویی ۱۴ ) په ارګ كې په خپلې خبري غونډه كې دا راپور تائيد كړ، خو ويې ويل:
دا پېسې په منظم ډول د كورونو پر كرايو، د افغان حكومت د غړو پر معاشونو او درملنې لګېدلي دي.
افغان ولسمشر زیاته کړه، چې د امريكا د څارګرې ادارې له رئيس سره يې په كابل كې د شنبې په سهار د ليدنې پر مهال له هغه وغوښتل، چې دې مرستو ته دوام وركړي.
ولسمشر حامد كرزي د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون د لاسليك په تړاو وويل، د دې تړون لاسليك د دواړو هېوادونو يوه جدي اړتيا ده.
د نوموړي په وېنا، دا تړون به هغه مهال لاسليك شي، چې د افغانستان امنيت تضمين شي، افغان ځواكونه پياوړي او د افغانستان اقتصاد غښتلى شي.
ولسمشر همدارنګه ووېل، په افغانستان كې هېڅ حكومت نه شي كولاى ديورند كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ د سرحدي رسمي پولې په توګه ومني.
د نوموړي په وېنا، پاكستاني چارواكو په وروستيو لسو كلونو كې په مستقيم او غېر مستقيم ډول له ده غوښتي، چې ډيورند كرښه په رسميت وپېژني.
ولسمشر كرزي پاكستان ته خبردارى وركړ، چې له ترهګرو د ملاتړ او نورو هڅو له لارې به كله هم ونه شي کولای، چې افغان حكومت دې ته اړ باسي څو ډيورند كرښه ومني.
ولسمشر حامد كرزي فنلند او دنمارك هېوادونو ته د خپل وروستي سفر پاېلې ښې وارزولې، او ويې ويل، له دواړو هېوادونو سره د افغانستان د ستراتيژيكو همكاريو سندونه لاسليك شول او دا هېوادونه ژمن شول، چې هر كال به له افغانستان سره د ۱۳۰ميليون ډالرو مرستې كوي.