سیمه ییز خبرونه
هېڅ داسې ولايت نشته، چې اوسېدونكي یی له امنيتي ستونزو شكايت ونه لري
افغان سناتورانو او د ولسي جرګې ځينو غړو امنيتي مسئولين د خپلو ژمنو پر ماتولو تورن كړل. د ملي شورا دغو غړو د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو د مسئولينو ژمنې درواغ وبللې او ويي ويل، د امنيتي مسئولينو له ژمنو سره سره د هېواد امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي.
هېڅ داسې ولايت نشته، چې دا مهال يي اوسېدونكي له امنيتي ستونزو شكايت ونه لري.
په دې ورځو كې، چې خبرې ټولې پر راتلونكو ټاكنو ټولې دي، دا اندېښنې مخ پر زياتېدو دي او په هغو سيمو كې هم امنيتي ګواښونه د پراختيا په حال كې دي، چې وړاندې په كې د ناامنيو فكر نه كېده.
دلته په ملي شورا كې د نورستان ځينو استازو په يوې غونډه كې څرګنده كړه، چې د نورستان ټولې مواصلاتي لارې تړل شوي دي.
د دوی په وېنا، د نورستان څه باندې ۶۰ په سلو كې سيمه د طالبانو په ولكه كې ده.
د مشرانو جرګې ناسته هم تر ډېره امنيت ته ځانګړې وه او زياترو سناتورانو د امنيتي حالت پر خرابوالي خبرې كولې.
د غزني ولايت سناتوران هم وايي، له اتلسو ولسواليو څخه په غزني كې يواځې درې ډاډمن امنيت لري.
تېره اوونې د كورنيو چارو وزير او د ملي دفاع وزير د ولسي جرګې په عمومي غونډې كې د امنيتي حالت پر ښه والي ډاډ وركړ، خو ځينو سناتورانو د دغو امنيتي چارواكو ژمنې ناسمې وبللې.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رئيس ضياالحق امرخيل هم وايي:
په دې وروستيو كې د نوم ليكنې دوه مركزونه په بدخشان او پكتيكا ولايتونو كې د نا امنيو په دليل تړل شوې دي.
دې ټولو اندېښنو ته بايد امنيتي بنسټونه ځواب وركړي، چې آيا دا ننګونې به تر كوم مهاله پاتې وي، او آيا امنيتي څواكونه به وكړاى شي امنيتي حالت تر ټاكنو پورې بدل كړي.
له امنيتي ننګونو سره هم مهاله د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ټينګار كوي، چې د ټاكنو امنيت به ټينګ كړي، كومه ژمنه چې وخت به يي څواب كړي.