سیمه ییز خبرونه
هېڅ نوماند حق نه لري، چې د ټاكنيزو سياليو لپاره له بهرنيو سرچينو پيسې تر لاسه كړي
له دولتي او نړيوالو امكانانو څخه د ولسمشرۍ د نوماندانو د غېر قانوني استفادي له اداري فساد سره د مبارزې اندېښنه را پارولې ده. دغه اداره وايي، چې اړونده مسئولې ادارې داسې كړنلاره نه لري تر څو د نوماندانو مالي سرچينې وڅارلاى شي.
تر اوسه د ټاكنيزو سياليو پېل ته شاوخوا درې مياشتې پاته دي، خو د اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواكه ګډه كمېټه د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه غواړي تر څو د نوماندانو د لګښتونو په باب د ټاكنو د قانون لسمه ماده پلې كړي.
د دغې كمېټې غړى يما ترابي وایي، چې د ولسمشرۍ لپاره نوماندان د بهرنيو هېوادونو له مالي سرچينو څخه هم ګټه پورته كوي.
نوموړى همدارنګه زیاتوي، چې په راتلونكو ټاكنو كې د تېرو ټاكنو په پرته د درغلى او فساد اندېښنې زياتي دي.
دغه كمېټه د ټاكنو تر سره كوونكو بنسټونو ته يو شمېر وړانديزونه لري، چې د مالي منابعو څارنه، له دولتي سرچينو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې مخنيوى، او د نوماندانو د شتمنيو ثبتول پكښې شامل دي.
ترابي د ټاكنو له خپلواك كميسيون او د ماليې له وزارت څخه غواړي، چې د نوماندانو مالي سرچينې دې په جدي توګه وڅاري.
په همدې حال كې د يادې كمېټې سلا كار حميد الله تواب بيا د رايې وركولو د مركزونو كاركوونكو ته د لازمې روزنې غوښتنه كوي او وايي، چې په تېرو ټاكنو كې د دغو كاركوونكو نه پوهاوی په ټاكنو كې د درغليو او فساد لامل شوى وو.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون به د نوماندانو د مالي چارو د تنظيم په نوم يوه كړنلاره جوړه كړى ده.
د دغې كړنلارې په اساس هېڅ نوماند حق نه لري، چې د ټاكنيزو سياليو لپاره له بهرنيو سرچينو پيسې تر لاسه كړي.