سیمه ییز خبرونه
هېڅ څوک نشی کولای د ببرك كارمل د زوكړي يا تلين ورځې ولمانځي
د افغانستان د مشرانو جرګه وايي، هېڅ شخص يا ډلې ته به اجازه ورنكړي تر څو د افغانستان د پخواني ولسمشر ببرك كارمل د زوكړي يا تلين ورځې ولمانځي.
مشرانو جرګه وايي، چې د افغانستان د علومو اكاډمۍ رئيسې د ببرك كارمل د زوكړې د ورځې له لمانځلو ملاتړ كړى دى.
داسې اوازې خورې دي، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ببرك كارمل د زوكړې ورځ لمانځل كېږي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار او د مشرانو جرګې غړی محمود دانشجو وايي، چې د افغانستان د علومو اكاډمۍ رئيسې ثريا پوپل د ببرك كارمل د زوكړې د اتیايمې كليزې د لمانځلو ملاتړ كړى دى.
د مشرانو جرګه خبردارۍ وركوي، چې دوى او د افغانستان خلك به هېڅ چا ته د داسې يو كار د تر سره كولو اجازه ورنكړي.
په همدې حال كې مشرانو جرګې يو كميسيون ټاكلې تر څو دغه موضوع وڅېړي او د مشرانو جرګې د راتلونکې يكشنبې ورځې ناستې ته يې رپوټ وړاندې كړي.
مشرانو جرګه همدا راز له دندې څخه د افغانستان د علومو اكاډمۍ د رئيسې د لرې كېدو او قضايې بنسټونو ته د هغې د معرفي كېدو غوښتنه كوي، هڅه مو وكړې، چې په دې باب د افغانستان د علومو د اكاډمۍ له چارواكو سره خبرې وكړو خو د دغې اكاډمۍ چارواكو له څه ويلو ډډه وكړه.