سیمه ییز خبرونه

وارداتي برښنا د افغانستان د صنايعو د ودې لپاره گټوره نه ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كه څه هم ويل كيږي، چې په وروستيو څو كلونو كې د برښنا د انرژۍ پوښښ له ۶ سلنې څخه ۳۶ سلنې ته لوړه شوې، خو ډېره دا انرژي له بهرنيو هېوادونو وارديږي.

د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وايي، كه څه هم په تېرو څلور كلونو كې د برښنا رسولو بهير ښه وده كړې، خو دا انرژي؛ ځكه ډېر اعتبار نه لري، چې وارداتي ده.

نوموړى زياتوي، د مرستندويه هېوادونو د مالي ملاتړ د دوام او په هېواد كې د پانگونې ډېريدو ته د هيله مندۍ په دليل به د تېرو لس كلونو په څير افغانستان اقتصادي وده ولري. كه څه هم يو لړ منفي تبليغات  په هېواد كې دوام لري.

د اقتصاد وزير د دې مطلب له څرگندولو سره وايي، د افغانستان په راتلونكې پېنځه كلنې اقتصادي تگلاره كې د كورنۍ برښنا پر توليد ټينگار شوى دى.

د برښنا شركت د ۴۰ ميليون افغانيو پر لگښت د پغمان ولسوالۍ د ارغندې په سيمه كې د برښنا نهه كوچني ترانسفرمرونه جوړ كړل.

د چارواكو په وينا، له دغو ترانسفرمرونو څخه به د دې سيمې هغو ۱۲۰۰ كورنيو ته برېښنا وركړ شي، چې تر دې دمه ترې بې برخې وې.

Trending

Exit mobile version