تازه خبرونه

واشنګتن دې افغانستان د ترهګرو پر ځاله له بدلیدو وژغوري-متقاعد جنرال پتریوس

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له دوه میاشتو لږه موده پاتې ده، چې په افغانستان کې د جګړې موسم پیل شي او دا وېره هم شته، چې دا جګړه ځپلی هېواد بیا د ترهګرو خوندي ځاله شي.

د امریکا د پوځ یو متقاعد جنرال وایي، چې واشنګتن باید اوس هم پرینږدي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله  بدل شي.

په افغانستان کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پخواني قومندان جنرال دیوید پتریوس ویلي؛ د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره باید افغانان پیاوړي شي، چې څو د خپل هېواد د ادارې توان پیدا کړي.

نوموړي، چې یو مهال د CIA مشر هم پاتې شوی، امریکا ته د کډوالو د ورتګ د محدودولو په تړاو د دونالد ترمپ له تازه کړنو سره هم مخالفت ښودلی دی.

هغه، چې په ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ کلونو پورې په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو قومانده په غاړه لرله، د امریکا د ولسي جرګې د وسلوالو خدمتونو کمیتې ته په خبرو کې ویلي؛ اړتیا ده، چې امریکا اوس هم پرینږدي، چې  افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

د ماموریت د تر سره کولو یوازنۍ لار دا ده؛ باید پرینښودل شي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل شي او د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره باید افغانان پیاوړې شي او د خپل هېواد امنیت ساتنې ته تیار شي.

دغه متقاعد جنرال، چې په افغانستان کې بل امریکایي جنرال ته  د ناتو او امریکایي ځواکونو د قومندې تر سپارلو وروسته د سي آی آې مشري ور په غاړه شوه، وایي، چې افغانان په میړانه د طالبانو او داعش په وړ اندې جنګیږي.

نوموړي د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د امریکا د اسلامي متحدانو پر ارزښت د ټینګار تر څنګ د امریکا  د ولسمشر پر کړنو نیوکې وکړې او خبرداری یې ورکړ، چې امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ محدودیت کولی شي توند لاري نور هم  پیاوړې کړي.

ډیوید پتریوس وایي؛ په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو پخوانی  قومندان  له توند لارو سره په جګړه کې تر ټولو مهم متحدین د مسلمانانو اکثریت دی، چې د القاعده او داعش وحشیانه مفکورې رد کړي. مونږ باید په یاد ولرو، چې اسلامي توند لاري غواړي وښیي، چې دا جګړه د تمدنونو ټکر دی. دا ، چې امریکا له اسلام سره په جګړه کې ده؛ مونږ باید هغوي ته وسایل په لاس ورنکړو.

دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې په ډاګه کړې، چې امریکا کولی شي خپلې پوځي او دیپلوماتیکې تګلارې همغږې کړي او پرینږدي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځال بدله شي. 

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version