تازه خبرونه

واشنګتن دې د افغانستان بانک کنګل شوې پیسې بېرته وروسپاري

Published

on

(Last Updated On: کب ۷, ۱۴۰۱)

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین اوړمه ورځ ویلي؛ چین له امریکا غوښتي، چې له ځند پرته دې د افغانستان بانک شتمني بېرته وروسپاري.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین یو ځل بیا له امریکا غوښتي، چې د افغانستان بانک شتمني د افغانستان په واک کې وکړي او آزاده یې کړي.

وانګ د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه د ۳.۵ میلیارد دالرو د بېلولو په اړه د یوه امریکايي قاضي وروستۍ پرېکړه، چې ویلي یې دي د سپتمبر د یوولسمې قربانیان له دې پیسو څخه د غرامت تر لاسه کولو حق نلري؛ ښيي، چې امریکا دا پيسې په ناقانونه توګه کنګل کړي دي.

چین په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان په اړه د امریکا پر سیاستونو تندې نیوکې کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وایي: مونږ له امریکا غواړو، چې پخپل عمل له سره غور وکړي او سمدستي د افغانستان بانک شتمني آزاده او پر افغانستان لګېدلي یو اړخیز بندیزونه لغو کړي. امریکا باید په افغانستان کې د سولې او بیارغونې لپاره خپل اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي او نړۍ ته وښيي، چې مسوولانه عمل کوي.

اسلامي امارت په وارو وار د امریکا لخوا د افغانستان بانک د شتمنۍ پر کنګل کولو نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې دا پيسې د افغانانو دي او باید د افغانستان بانک ته یې وسپاري.

د افغانستان خلک هم وایي؛ امریکا باید د افغانستان بانک شتمني، چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره په امریکايي بانک کې ایښودل شوي؛ باید ژر تر ژره آزادې کړي.

د اسلامي امارت له واک ته رسیدو څو میاشتې وروسته امریکا د افغانستان بانک شاوخوا اووه میلیارد دالر کنګل کړل او بیا جوبایدن له دې پيسو ۳.۷ میلیارد دالر د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړل؛ خو دا دوه‌یم ځل دی، چې د امریکا په محاکمو کې د بایدن دا پرېکړه ننګول کیږي او قاضیان وايي، چې د سپتمبر د یوولسمې قربانیان حق نه‌لري، چې له دې پيسو غرامت تر لاسه کړي.

Trending

Exit mobile version