تازه خبرونه
واشنګټن اوس هم له افغانستان سره ستر مرستهکوونکی دی – امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي، واشنګټن په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته هم له افغانستان سره د مرستو تر ټولو ستر برابرونکی دی.
میټو میلر زیاته کړې، چې امریکا د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته ژمن دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د اړوند مرستو روان ساتل هم د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل یوه لار ده.
د میلر د څرګندونو له مخې؛ د امریکا مرستې په افغانستان کې د اوسني بشري غبرګون د ثبات او اغېزمنتوب لپاره ترسره کیږي او د هغو ننګونو په کمولو کې مرسته کوي، چې د اوسني بشري ناورین لامل شوي دي.
نوموړي له افغانستان سره د امریکا د دوه میلیارډ ډالرو د بشري مرستو یادونه هم وکړه، چې د ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال له اسد راپدیخوا یې کړې ده.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي په سلواغه کې د دغه هېواد کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې څرګنده کړې، چې امریکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته ۱۱اعشاریه ۲۱ میلیارډ ډالر بشري مرسته کړې ده.
سیګار ویلي، چې امریکا د ۲۰۲۱ ز. کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر ډسمبر پورې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارډ او ۶۲۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د دغه راپور له مخې؛ د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې له پېنځه میلیارډ او ۸۲ میلیون ډالرو څخه ډېر د بشري، طبیعي پیښو او ملکي مرستو په برخو کې لګولي دي.
سیګار له افغانستان سره د امریکا مرستو تر څنګ په سویس کې اماني صندوق ته د افغانستان بانک د ۳ اعشاریه ۵ میلیارډ شتمنیو د سپارلو یادونه هم کړې ده.
ملګرو ملتونو تېره میاشت اعلان وکړ، چې سره له په افغانستان کې ۱۰ اعشاریع ۳ میلیون خلک بشري مرستو ته سخته اړتیا لري؛ خو ملګرو یې مرستې کمې کړې دي.