سیمه ییز خبرونه

واشنګټن به له اسلام اباد سره پوځي مرستې وځنډوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل خبردارئ ورکړی چې؛ که پاکستان په افغانستان کې د میشتو نړېوالو ځواکو لپاره د اکمالاتو لارې خلاصې نه کړي، واشنګټن به له اسلام اباد سره پوځي مرستې وځنډوي.

د امریکا د دفاع وزیر چك هيګل د دوشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۱۸ ) د پاکستان له لوړمړي وزير نوازشریف سره په خبرو كې د امريكايي او ناټو پوځونو لپاره د خېبر لارې د پرانيستلو غوښتنه وكړه.

دوى دغه راز د پاکستان پرخاوره د بې پيلوټه الوتکو پرحملو او په افغانستان کې د سولې پرهڅو هم غږېدلي دي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکا د ځواکونو لپاره د اکمالاتو دوې عمده لارې په خېبر پښتونخوا کې تېرېږي.

په خېبر پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ حاکم ګوند (تحریک انصاف پاکستان) پرخپله خاوره د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د حملو پر ضد په اعتراض کې، په افغانستان کې د ناټو د اکمالاتو لاره، چې په خېبر کې تېرېږي، بنده کړې ده.

چک هیګل د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې؛ په افغانستان کې د ناټو د اکمالاتو لارې پرانیزي.

نوازشریف یو وار بیا پر دې خبره ټینګار کړی چې؛ د بې پيلوټه الوتکو حملې د تروریزم په وړاندې مبارزه کې کمک نه شي کولای.

د پاکستان صدراعظم یو وار بیا په افغانستان کې د سولې د پروسې څخه پرخپل ملاتړ ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې؛ حکومت یې په دې برخه کې هرې مرستې ته تیار دی.

ځيني كارپوهان وايي، چې پاكستان پر افغان وسله والو طالبانو ډېر نفوذ لري.

د وسله والو طالبانو د كوېټې او پېښور شوراګانې او د حقاني شبكې فعاليت په پاكستان كې متصور دى، چې وېل كېږي د پاكستان د استخباراتو له ملاتړه برخمنې دي.

سياسي كارپوه صديق الله توحيدي وايي، امريكا ته په كار ده چې پاكستان د ترهګرۍ د ملاتړو په كتار كې را ولي.

د يادونې وړ ده، چې په پاكستان كې د امريكايي ځانګړو سرتېرولخوا د القاعدې د مشر اسامه بن لادن او د امريكايي الوتكو په بمبار كې د شپاړسو پاكستاني سرتېرو له وژنې وروسته د دواړو هېوادونو اړيكې يو څه پيكه شوې دي.

Trending

Exit mobile version