تازه خبرونه
واشنګټن د کندهار پر هوایي اډه توغندیز برید غندلی
د پنټاګون ویاند جان کربي یوې رسنیزې ناستې ته څرګنده کړې؛ د امریکا دفاع وزارت د کندهار پر هوايي اډه د طالبانو توغندیز برید، چې په کې د دې هېواد سلکونه سرتېري پراته دي؛ په کلکه غندلی دی.
د پنټاګون ویاند جان کربي د چارشنبې پر شپه د خبري غونډې پر مهال ویلي؛ مونږ د کندهار پرهوايي ډګر نننی برید محکوموو، چې سلګونه امریکایي او ائتلافي پرسونل په کې میشت دی.
هغه زیاته کړې: په داسې حال کې، چې برید ځاني زیان نه درلود؛ خو دغه برید په افغانستان کې نه یوازې تاوتریخوالی راپاروي، بلکې د روانو خبرو اترو له لارې د سولې رامنځته شوی فرصت هم زیانمنولی شي.
په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې هوایی ډګر د افغان حکومت تر څارنې لاندې دی؛ خو د امریکا او ائتلاف سرتېري اوس هم په کې میشت دی.
د امریکایي ځواکونو ویاند څرګنده کړې: توغندي د هوایي ډګر له انګړه بهر لګېدلي او چاته په کې زیان ندی رسیدلی.
په هر حال د پنتاګون ویاند جان کربي د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې آيا طالبانو د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې ویلي؛ زه د چمتو نه یم، چې په دې اړه ارزونې وړاندې کړم.
هغه په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه ویلي؛ په څرګنده توګه تاوتریخوالی ډېر دی.
طالبانو تر دې دمه د کندهار ولایت پرهوایي ډګر د توغندیز برید په اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې د هوکړې له مخې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته څو اوونۍ پاتې دي؛ خو امریکا ویلي، چې تر ټاکلې نېټې د ځواکونو وتل به تخنیکې ستونزې ولري.