سیمه ییز خبرونه

واشنګټن: پاکستان باید خپلې اصلي سیمې ته د حقاني شبکې د بېرته ستنېدو مخه ونیسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

واشنګټن له اسلام آباد څخه غوښتي، چې په پاکستان کې د حقاني شبکې د بیا مېشتېدو او فعالیت مخه ونیسي. په همدې حال کې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وایي، په شمالي وزیرستان کې د پوځ له عملیاتو مخکې حقاني شبکه له سیمې وتلې وه، ځکه د دې عملیاتو اعلام مخکې شوی وو.

متحد ایالتونه حقاني شبکه تورنوي، چې پر افغان او ناټو ځواکونو خونړي او پېچلي بریدونه کوي.

که څه هم کابل باور نه لري، چې پاکستان دې افغانستان کې جنګېدونکي وسله وال هغه هېواد کې وځپي، خو د افغانستان او پاکستان لپاره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا جګپوړی مدیر جیفری اکرز وایي:

حقاني شبکه له خپلې اصلي سیمې بې ځایه شوې او اسلام آباد باید په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته خپلې اصلي سیمې ته د حقاني شبکې د بېرته ستنېدو مخه ونیسي.

 

هغه زیاتوي، هوکې حقاني شبکه تیت او پرک شوې، فعالیتونه یې ګډوډ شوي، خو څه چې مونږ له اسلام آباد غوښتي، چې دې تاریخي سیمو کې بیا هغوی ته د بیا مېشتېدو اجازه ورنکړي. اوس مهمه دا ده چې دا عملیات څرنګه دوام کوي او آیا د عملیاتو په وروستي پړاو کې سیمې ته د حقاني شبکې بېرته ستنېدو ته زمینه برابرېږي او که نه؟

نوموړي دا څرګندونې د امریکا د کلراډو ښار کې یوې امنیتې ټولنې ته په خبرو کې وکړې.

که څه هم پاکستان ویلي، چې د حقاني شبکې وسله وال هم دغو عملیاتو کې هدف ګرځوي، خو د عملیاتو له پېل تر اوسه د دې ډلې هېڅ وسله وال نه دی وژل شوی.

بلخوا په واشنګټن کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي وایي، حقاني شبکه په پاکستان کې آزاد فعالیت لري.

 

د ده د معلوماتو له مخې د حقاني شبکې جنګیالي په پاکستان کې په امن فضا کې فعالیت او تګ راتګ لري او د پاکستان هرې برخې ته تلای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان جنرال جان الن په دې شک لري، چې پاکستان دې حقاني شبکه تعقیب کړي.

 

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان جنرال جان الن وایي:

 

کله چې زه افغانستان کې وم، د حقاني شبکې زما له ۵۰۰ زیات سرتېري ووژل یا ټپی یی کړل او په قبایلي سیمو کې، چې هر ځل عملیات شوي، دا شبکه په کې هدف نه ده ګرځول شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست درې ورځې مخکې وویل، پاکستاني پوځیانو په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له پېل کېدو د مخه حقانی شبکه امن ښارونو ته لېږدولې او دې عملیاتو هېڅ ګټه نه درلوده.

Trending

Exit mobile version